په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۶۲۶ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1657963
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۴  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۴۸۷۹۵   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۲۱۹ زره او ۲۹۰  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۵۶۲۶ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۴۵۸۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

 د ناروغانو د ۹۲۹   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۵۷ میلیونه   ۲۲۳  زره او ۷۸۹  ته لوړه شوې ده. 

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۳۴ میلیونه ۶۲۵ زره او ۳۴۱ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه