ولسمشر اردوغان : د ناټو نه زمونږ غوښتنه زمونږ ملي‌ حاکمیت حقونو ته درناوی دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ناټو نه زمونږ تمه او انتظارات د ترکیې ملي‌ حاکمیت حقونو او امنیتي‌ حساسیتونو ته درناوی کول دي.

1654741
ولسمشر اردوغان : د ناټو نه زمونږ غوښتنه زمونږ ملي‌ حاکمیت حقونو ته درناوی دی

 

ولسمشر اردوغان وویل چې د ترهګرۍ او بشري‌ بحرانونو پر وړاندې د اغیزمندې مبارزې پّ برخه کې د همکارۍ وړاندیز تکرارو.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د ترکیې په ملي‌ شورا کې د خپل ګوند اونیزې غونډې ته په خپله وینا کې وکړې.

ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ  ته په اشارې سره وویل چې پدې موده کې مو په ترکیه کې د سیاست نه نیولې تر اقتصاده او روغتیا پورې په هره برخه کې ټول مشکلات او ستونزې په ډیره ښه توګه مدیریت کړي‌ او حل کړي‌ دي‌ او د هیواد د ۸۴ میلیونو تنو د حقونو نه مو په ډیره ښه توګه دفاع کړې او ددوې حق او حقوق مو خوندي‌ کړي‌ دي.

ولسمشر اردوغان د ترهګرۍ پر وړاندې روانې مبارزې ته په اشارې سره ویل چې ترکیه   د ترهګرو او جرمي‌ سازمانونو  پر وړاندې مبارزه ، خپلو پولو ته مخامخو تهدیدونو لمنځه وړل او زمونږ پر ملي‌ حاکمیت د بریدونو مخنیوی د پردیو په مرسته نه بلکې د خپل پياوړي‌ ملت په مرسته او ملاتړ  ترسره کړي‌ دي.

ترهګرو او ترکیې دښمنانو ته مو ددې قوي‌ او پياوړي‌ ملت په مرسته او ملاتړ غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی.

ولسمشر اردوغان د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا پر ساختار یو ځل بیا د نیوکې سره وویل چې نړۍ د پنځو هیوادونو نه لویه ده. نړۍ په اړه تصامیم باید یواځې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا پنځو دایمي‌ غړیو امریکا، انګلستان، فرانسې، روسیې او چین ته پرنښودل شي. ځکه چې نړۍ د پنځو هیوادونو نه لویه ده. ترکیه به د خپلو ، دوستانو او ټولو مظلومانو د حقونو ، عدالت او ازادیو نه دفاع کولو ته دوام ورکړي.

د ترکیې په توګه په هره پلاټ فورم کې به د ټولو حق او حقوقو نه دفاع کولو ته دوام ورکړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې د راتلوونکي‌ دوشنبې په ورځ د ناټو سازمان د مشرانو په سرمشریزه کې د ګډون په موخه د بلجیم پلازمینې بروکسل ته سفر وکړي. د اجنډا پر مهمو مسئلو به د خپلو مخاطبینو سره خبر او سلا مشورې وکړو. خپل غوښتنې به وړاندې کړو او په هیڅډول به په شا ګام اوچت نکړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه د ناټو سازمان یو ډیر مهم غړی هیواد دی او ددې سازمان ټول مسئولیتونه يي په ډیره ښه توګه پر ځای کړي‌ دي.

همداشان د ناټو د سازمان د نورو غړیو هیوادوندو نه زمونږ غوښتنه داده چې د ترکیې ملي‌ حاکمیت حقونو او امنیتي‌ حساسیتونو ته درناوی وکړي.

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او انساني‌ بحرانونو په اړه د همکارۍ وړاندیز به تازه کړو.



اړوند خبرونه