په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۸۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۶۰۹ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1654278
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۸۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۸۶  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۴۸۳۴۱   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۲۲۵ زره او ۵۲۷  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۶۶۰۹ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۵۸۳۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

 د ناروغانو د ۱۰۴۴   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۵۵ میلیونه   ۸۹۹  زره او ۱۴۳  ته لوړه شوې ده. 

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۳۱ میلیونه ۴۵۴ زره او ۳۵۸ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه