ترکیې د یوې میاشتې په دننه کې د پي‌ کا کا ترهګري‌ سازمان دویم مهم مشر له منځه یوړ

ترکیې دا ځل د عراق د محمور سیمې لپاره د پي‌ کا کا ترهګري‌ سازمان عمومي‌ مشر له منځه یوړ

1653081
ترکیې د یوې میاشتې په دننه کې د پي‌ کا کا ترهګري‌ سازمان دویم مهم مشر له منځه یوړ

 د ترکیې ملي‌ استخباراتو د پي کاکا ترهګري سازمان یو بل ډیر مهم  غړی  له منځه یوړ.

دا خبر پخپله ولسمشر رجب طیب اردوغان ورکړ.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې ملي‌ استخباراتو د عراق د محمور د سیمې لپاره د پي کا کا ترهګري‌ سازمان عمومي مشر او مسئول سلمان بوزکر چې په ډاکټر حسین مشهور وو له منځه یوړ.

ولسمشر اردوغان وویل چې د پي کا کا ترهګري‌ سازمان د محمور نه  د ترهګرو د روزنتون او زیږنتون د مرکز په توګه کار اخیسته. ترکیه به هیڅکله هم دې ترهګرو ته د محمور سیمې نه د روزنتون او زیږنتون د مرکز په توګه د کار اخیستو نه اجازه ورنکړي. ترکیه د پي کا کا او ټولو ترهګرو سازمانونو ريښې د هیواد دننه او بهر وچولو ته ژمن دی. ترکیه به ددې ترهګرو پر خلاف عملیاتو ته دوام ورکړي.

همداشان ولسمشر اردوغان د نوموړي‌ ترهګر د لمنځه وړو په عملیاتو کې ګډون کوونکو د ترکیې امنیتي‌ ځواکونو مننه کړې ده .

د ویلو ده چې ترکیې  استخباراتو یو څه موده مخکې هم  په عراق کې د سوریې لپاره د پي کا کا ترهګري‌ سازمان  د وسله والو څانګو پي‌ وای ډي‌ او وای پي‌ جي‌ عمومي‌ مشر صوفي‌ نورالدین له منځه وړی وو.

همداشان ترکیې ملي‌ استخباراتو تیره اونۍ په کینیا کې د فتح الله ګولن ترهګري‌ سازمان د بڼسټګر او مشر وراره او یو تن مهم غړی  د نیولو نه وروسته ترکیې ته راوړ او عدالت ته يي وسپاره.



اړوند خبرونه