په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۳۸۶ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1652731
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۶  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۴۸۱۶۴   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۲۰۴ زره او ۸۲۷  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۵۳۸۶ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۶۰۰۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

 د ناروغانو د ۱۰۹۶   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۵۵ میلیونه   ۴۵۵  زره او ۴۵۲  ته لوړه شوې ده. 

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۳۰ میلیونه ۷۱۵ زره او ۴۱۳ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه