کورنیو چارو وزارت: د مې په میاشت کې د ۸۱ تنه ترهګر وژل شوي

کورنیو چارو وزارت: ترهګرو ته د ساه اخیستو فرصت هم نه ورکول کیږي

1652127
کورنیو چارو وزارت: د مې په میاشت کې د ۸۱ تنه ترهګر وژل شوي

د روان میلادي کال د مې په میاشت کې د ترهګرۍ پر خلاف په عملیاتو کې د لسو تنو جګپوړو ترهګرو په ګډون ۸۱ تنه ترهګر له منځه وړل شوي‌ دي. دا خبهر د ترکیې د کورنیو چارو د وزارت مرستیال اسماعیل چتاقلي وکړه.

هغه د مې په میاشت کې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې په چوکاټ د مې په میاشت کې  د هیواد دننه ۱۱زره او ۳۶ عملیات ترسره شوي دي. پدې موده کې یواځې په ښارونو کې د ترهګرو د حجرو پر خلاف ۱۰۵۱ عملیات ترسره شوي‌ دي.

پدې عملیاتو کې د لسو تنو جګپوړو ترهګرو په ګډون ۸۱ تنه ترهګر له منځه وړل شوي‌ دي.

د وژل شوو ترهګرو نه ۶۴ تنه يي د پي کاکا او ۱۷ تنه يي د داعش ترهګري سازمان غړي‌ دي.

همداشان ددې عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو د ۱۵ سترو ورانکارانه بریدونو مخنیوی شوی دی.

هغه وویل چې د ترکیه د هیواد دننه او بهر د ترهګرۍ پر وړاندې عملیاتو ته د پوره عزم او ارادې سره دوام ورکوي‌ او ترهګرو ته د ساه اخیستو فرصت هم نه ورکوي.



اړوند خبرونه