په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۱۶۹ مثبتې پیښې ثبت شوي‌ دي

1652006
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۴  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۴۷۹۷۶   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۲۲۴ زره او ۶۸۱  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۶۱۶۹ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

ترکیې روغتیا وزیر ویلي‌ دي‌ چې د اوږدې مودې وروسته دا لومړی ځل دی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ځاني‌ تلفاتو شمیره د ۱۰۰ تنو نه راټیټیږي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۷۶۱۷ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

 د ناروغانو د ۱۱۸۳   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۵۵ میلیونه   ۳۴  زره او ۴۶۷  ته لوړه شوې ده. 

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۳۰ میلیونه ۱۷۶ زره او ۵۸۳ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه