ولسمشر اردوغان : د مصر سره زمونږ اړیکې ځانګړی او مهم اهمیت لري

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د مصر سره د ختیځې مدیترانې نه نیولې تر لیبیا پورې په ډیره لویه برخه کې د جدي‌ همکاریو امکانات شتون لري.

1649972
ولسمشر اردوغان : د مصر سره زمونږ اړیکې ځانګړی او مهم اهمیت لري

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د مصر سره د ختیځې مدیترانې نه نیولې تر لیبیا پورې په ډیره لویه برخه کې د جدي‌ همکاریو امکانات شتون لري.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د ترکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون ( ټي‌ آر ټي‌ ) سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان پدې وروستیو کې د ترکیې او مصر ترمنځه د تماسونو او لیدونو کتنو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې " د ترکېې او مصر د خلکو ترمنځه تاریخي‌ ډیرې قوي‌ اړیکې شتون لري. د دواړو دولتونو ترمنځه اړیکې هم د همدې اساس او بڼسټ له مخې پر مخ وړل کیږي. د ترکیې او مصر ترمنځه پيل شوي‌ تماسونه او لیدنو کتنو ته به لا وسعت ورکړ شي‌ او لا په پراخه توګه به دوام وکړي. "

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه د مصر سره د ختیځې مدیترانې نه تر لیبیا پورې په ډیره لویه جغرافیه کې د ډیرو جدي‌ همکاریو امکانات لري.

زمونږ ترمنځه اړیکې په تجاري‌ او اقتصادي‌ برخو کې باید لا زیات پرمختګ وکړي. د متقابلو ګټو په نظر کې نیولو سره باید خپل مناسباتو ته وده ورکړو . تماسونه او په لوړه کچه لیدنې کتنې دوام لري‌ او د دې لیدونو کتنو ته به لا وسعت ورکړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې زه د مصر خلک د ډیر نږدې نه او ډیر ښه پیژنم. زمونږ ترمنځه اړیکي‌ د کولتوري‌ پلوه هم ډیر زیات اهمیت لري.



اړوند خبرونه