د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د یونان د لومړي‌ وزیر سره لیدنه وکړه

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر یونان ته سفر کړی

1648870
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د یونان د لومړي‌ وزیر سره لیدنه وکړه

ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو چې د رسمي‌ سفر په ترڅ کې یونان ته سفر کړی دی د نوموړي‌ هیواد د لومړي‌ وزیر سره لیدنه وکړه.

د ویلو ده چې چاووش اوغلو تیره ورځ یونان ته سفر وکړ. هغه لومړی په لویدیځې تراکیا سیمه کې د ترکانو د استازو او مسلمانانو سره لیدنه وکړه.

چاووش اوغلو نن پلازمینې اتن ته سفر وکړ. هغه لومړی د یونان د لومړي‌ وزیر سره لیدنه وکړه.

وروسته يي  د خپل یوناني‌ سیال سره لیدنه وکړه.

د هغه د لیدونو کتنو اصلي‌ موضوع د ترکیې او یونان ترمنځه اړیکې، د ختیځې  مدیترانې او ایژې پرمختګونو دي.

ددې سربیره پدې لیدونو کې به د کډوالو په اړه د یونان د چلند په اړه هم خبرې وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ یونان ته د سفر نه مخکې خبریالانو ته وویل چې یونان ته د یوې ډیرې مثبتې اجنډا سره سفر کوي. د مقابل لوري‌ نه هم د ورته چلند تمه کوو.



اړوند خبرونه