په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۳۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷۶۵۶ مثبتې پیښې ثبت شوی‌دي

1648134
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۳۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۳۷  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۴۷۲۷۱   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۲۲ زره او ۶۱۳  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۷۶۵۶ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۱۸۰ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

 د ناروغانو د ۱۳۹۱   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

·      د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۵۳ میلیونه   ۷۰۰  زره او ۸۹۱  ته لوړه شوې ده. 

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۲۸ میلیونه ۷۶۵ زره او ۸۷۳ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه