اردوغان: د اسرائیل حقیقي‌ څیره به ټولو ته وښایو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اسرائیل اصلي‌ څیره به ټولې نړۍ ته بیان کړي.

1643320
اردوغان: د اسرائیل حقیقي‌ څیره به ټولو ته وښایو

 

مونږ به ټولې نړۍ ته د اسرائیل د ترهګري‌ دولت اصلي‌ څیره وښایو . ټوله نړۍ باید د اسرائیل په اصلي‌ څیره پوه شي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان دا څرګندونې د شمالي‌ مارمارا د لویې لارې د حبیب لر او هاسدال تر څلور لارو ترمنځه د برخې د پرانیستو په مراسمو کې وکړې.

ولسمشر اردغان په خپله وینا کې د اسرائیل لخوا پر فلسطین د روانو ظلمونو نه په یادونې سره وویل چې  د اسرائیل اصلي‌ څیره به ټولې نړۍ ته بیان او وښایو.

ددې ترهګري‌ دولت اسرائیلو په اصلي‌ څیره باید ټوله نړۍ وپیژني. ولسمشر اردوغان وویل چې ټولې نړۍ مظلومان قوي‌ ترکیې د قیام او د پاڅیدو تمه کوي.

ولسمشر اردوغان په ځانګړې توګه پر ځوانانو غږ وکړ چې ټاکل شوو هدفونو ته ځان د رسولو په برخه کې ژمن یو. خامخا به خپلو هدفونو ته ځان ورسو. هغه په ځوانانو د زیات کار او زحمت ویستلو غږ وکړ.  



اړوند خبرونه