په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله۲۰۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۹۳۸۵ مثبتې پیښې ثبت شوي‌ دي

1642999
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله۲۰۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۰۷  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۴۵۶۲۶   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۱۹ زره او ۶۸۳  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۹۳۸۵ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۹۲۷۱ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

 د ناروغانو د ۲۰۴۱   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

·      د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۵۱ میلیونه   ۷۳۱  زره او ۸۸۳  ته لوړه شوې ده. 

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۲۷ میلیونه ۳۴۷ زره او ۱۳۲ تنو ته رسیدلې ده



اړوند خبرونه