په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۱۵۵۳ مثبتې پیښې ثبت شوي‌ دي

1642140
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳۳  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۴۵۴۱۹   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۱۸ زره او ۶۸۳  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۱۱۵۵۳ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۹۲۷۱ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

 د ناروغانو د ۲۱۶۲   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

·      د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۵۱ میلیونه   ۵۱۲  زره او ۶۹۱  ته لوړه شوې ده. 

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۲۶ میلیونه ۹۲۰ زره او ۵۴۴ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه