د مې ۱۹ نیټې د اتاترک د یادښت ځوانانو او سپورت د ورځ نه په ټول هیواد کې لمانځنې کیږي

نن د مې ۱۹ مه نیټه چې په ترکیه کې د خپلواکۍ د جګړې د پیلیدو د ۱۰۲ یمې کلیزې سره سمون خوري.

1641864
د مې ۱۹ نیټې د اتاترک د یادښت ځوانانو او سپورت د ورځ نه په ټول هیواد کې لمانځنې کیږي

 

د نن نه پوره ۱۰۲ کاله مخکې د ترکیې د جمهوریت بڼسټګر مصطفی کمال اتاترک  د نړۍوالو ائتلافي‌ دولتونو  لخوا د ترکیې د اشغال پر خلاف د سامسون د ولایت نه د خپلواکۍ ملي‌ مبارزه او جګړه پیل کړه.

دا ورځ د ترکیې جمهوریت ته په غځیدلې لاره کې لومړنی ګام اوچت شو. د همدې امله دا ورځ د ترکیې د خپلواکۍ د تاریخ له پلوه ځانګړې اهمیت لري.

مصطفی کمال اتاترک وروسته دا مهمه ورځ د هیواد د ځوانانو او سالم ځوان نسل د روزنې په خاطر هغوې سپورت ته د تشویقولو په خاطر د ځوانانو او سپورت د ملي‌ ورځې او اختر په نامه ونوموله.

دا ورځ په ترکیه کې هر کال د ډیرو ځانګړو مراسمو سره لمانځل کیږي. سږ کال د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ له امله د ځانګړو رسمي‌ مراسمو نه پرته نور مراسم په انلاین ډول جوړیږي.

لومړني‌ مراسم په پلازمینه انقره کې د مصطفی کمال اتاترک په مزار انت کبیر کې جوړیږي.

د ترکیې د ځوانانو او سپورت وزیر محمد محرم قصاب اوغلو په مشرۍ هیئت به د اتاترک د مزار انت کبیر زیارت وکړي‌ او د هغه په مزار به د ګلانو ګیډۍ کیږي‌ او  د هغه معنوي‌ حضور ته به درناوي‌ مراسم ادا کړي.

وروسته به د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای او د پوهنۍ وزیر ضیا سلجوق په انلاین ډول د ترکیې د ۸۱ ولایتونو د لیسو د زده کوونکو سره لیدنه وکړي.

همداشان د ماښام په ۱۹بجو او ۱۹ دقیقو یعنې په ۷ بحو او ۱۹ دقیقو به په ټوله ترکیه کې  د کورونو د بالکونونو او کړکیو نه ټول هیوادوالو په ګډه ملي‌ سرود ووايي.

همداشان ددې سربیره به د کرونا ویروس د تدابیرو په نظر کې نیولو سره د ځغاستې سیالۍ، کنسرتونه اجراء شي.


پيوندونه: #د مې ۱۹ مه , #ترکیه

اړوند خبرونه