په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۴۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۱۳۹۴ مثبتې پیښې ثبت شوي‌ دي

1639598
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۴۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۴۲  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۴۴۳۰۱   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۰۳ زره او ۷۳  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۱۱۳۹۴ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۳۷۲۶۱ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

 د ناروغانو د ۲۶۷۰   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

·      د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۵۰ میلیونه   ۴۶۳  زره او ۱۶  ته لوړه شوې ده. 

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۲۵ میلیونه ۶۴۶ زره او ۱۵ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه