د ایا صوفیا په جومات کې د ۸۷ کلونو وروسته د لومړي‌ ځل لپاره د اختر لمونځ ادا شو

د استانبول د ایا صوفیا کبیر په جامع جومات کې  د ۸۷ کلونو وروسته د لومړي‌ ځل لپاره د اختر لمونځ ادا شو.

1638894
د ایا صوفیا په جومات کې د ۸۷ کلونو وروسته د لومړي‌ ځل لپاره د اختر لمونځ ادا شو
sentop ayasofya.jpg
ayasofya namaz.jpg

 

د ایا صوفیا جومات ۸۷ کاله مخکې په موزیم اړول شوی وو او ۸۷ کاله وروسته په جومات د اړولو نه وروسته د لومړي‌ خل لپاره پکې د اختر لمونځ ادا شو.

د جومات په منځ کې د کرونا ویروس د تدابیرو په چوکاټ کې محدود شمیر لمونځ کوونکو ته اجازه ورکړل شوه. همداشان په زرګونو تنو هیوادوالو د جومات په حویلۍ او میدان کې صفونه وتړل.

د ویلو ده چې د ترکیې د ملي‌ شورا رئیس مصطفی شنتوپ، د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو، د استانبول والي علي‌ یرلي‌ قایا او د فاتح ولسوالۍ ښاروال ایرګون توران د اختر لمونځ د ایا صوفیا په جومات کې ادا کړ.

د ترکیې د ملي‌ شورا رئیس مصطفی شنتوپ د اختر د لمانځه نه وروسته د فلسطین او ختیځ بیت المقدس د بریدونو په اړه پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل چې د اسرائیلو بریدونو ټوله اسلامي‌ نړۍ، په نړۍ کې څه باندې دوه میلیارده تنه مسلمانان په زړه ټپي‌ کړي‌ دي او ډیر زیات خفه کړي. دې بریدونو پر مونږ ټولو د اختر زهر کړی دی.

هغه وویل چې په سر کې ټول اسلامي‌ هیوادونه  او بیا ټوله نړۍ باید اسرائیلو پر خلاف چې تل نړۍ وال حقوق  او بشري‌ ارزښتونه د خپو لاندې کوي . سخت غبرګون وښايي.



اړوند خبرونه