ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر پوتین سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټيلیفوني‌ خبرې وکړې.

1638450
ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر پوتین سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

 

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې د فلسطین پر وضعیت او وروستیو پرمختګونو او د سپوتنیک ۵ واکسین پر مسئلې خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان د پوتین سره په ټيلیفوني‌ خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیې د اسرائیلو لخوا په بیت المقدس، مسجدالاقصی او غزې د وحشیانه او ظالمانه بریدونو په مقابل کې تر ټولو سخت غبرګون ښودلی دی او د نړۍوالې ټولنې نه غواړي‌ چې اسرائیل ته د درس ورکولو په څیر ډیر سخت غبرګون وښايي. په همدې رڼا کې د ترکیې هلې ځلې دوام لري.

ولسمشر اردوغان د روسیې د بهرنیو چارو وزارت  د هغه څرګندونو نه چې د فلسطین په مسئله کې د ملګروملتونو سازمان پر پریکړو او د دوو دولتونو پر حل لارې ټینګار کړی ډیر مهم وباله او وویل چې د فلسطین او بیت المقدس کې په روانو پرمختګونو په اړه ترکیه او روسیه همفکره دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې دا ستونزه مخکې ددینه چې لا لویه او ژوره شي‌ د ملګروملتونو سازمان د امینت شورا باید مداخله وکړي او پر فلسطین د اسرائیلو د روانو بریدونو د مخنیوي‌ په خاطر باید غوڅ دریځ خپل کړي‌ او قوي‌ پیغام ورکړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې په فلسطین کې د ملکي‌‌ وګړو نه د دفاع په خاطر سیمه ته د نړۍوالو سوله ساتو ځواکونو د استولو پر فکر هم کار کول مهم دي. پوره باور لري‌ چې ترکیه او روسیه به په ملګروملتونو سازمان کې پدې اړه ګډه همکاري‌ وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ولسمشر اردوغان  او د ترکیې ملت ته د کوچني‌ اختر د رارسیدو له امله مبارکي‌ وویله او روغتیا، خوښیو او هوساینې  هیله يي څرګنده کړه.



اړوند خبرونه