په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۷۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۴۴۹۷ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۷۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۳۵۸۹ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۲۶ زره او ۴۵۲ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۱۴۴۹۷ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۲۵۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ناروغانو د ۲۹۷۵ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
· د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۴۹ میلیونه ۸۳۰ زره او ۴۵۶ ته لوړه شوې ده.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۲۵ میلیونه ۲۹۴ زره او ۵۳۲ تنو ته رسیدلې ده .
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.