په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کی په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۳۰۲۹ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1638611
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳۲  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۴۳۸۲۱   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۲۸ زره او ۱۹۲  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۱۳۰۲۹ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۳۵۱۶۷ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

 د ناروغانو د ۲۸۲۷   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

·      د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۴۹ میلیونه   ۸۳۰  زره او ۴۵۶  ته لوړه شوې ده. 

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۲۵ میلیونه ۳۷۵ زره او ۸۸۵ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه