په غزه د اسرائیلو لخوا د روانو بریدونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۴۳ تنو ته لوړه شوه

اسرائیل په غزه کې قتل عام ته دوام ورکوي

1638371
په غزه د اسرائیلو لخوا  د روانو بریدونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۴۳ تنو ته لوړه شوه

د اسرائیل لخوا پر غزې د بریدونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۴۳ تنو ته لوړه شوه.

اسرائیلي‌ ځواکونو د تیرو درې ورځو راهیسې پر غزې د ترسره کړو هوايي‌ او توغندیزو بریدونو په نتیجه کې ۴۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۲۹۶ تنو ډیر ټپیان شوی‌ دي.

د بله پلوه د حماس ډلې هم د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې په تل ابیب او اسرائیل په سویلي‌ برخې ګن شمیر راکټي‌ بریدونه کړي‌ دي.

په اسرائیل کې په راکټي‌ بریدونو کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

اسرائیلي‌ ځواکونو په غزه کې تر ۱۵۰ په ډیرو سیمو هوايي‌ او توغندیز بریدونه کړي‌ دي. د تیرو ۳ ورځو راهیسې په روانو بریدونو کې ۴۳ تنه شهیدان  او تر ۲۹۶ تنو ډیر فلسطیني‌ وګړي‌ ټپیان شوي‌ دي. د شهیدانو نه ۱۰ تنه ماشومان دي.

د ویلو ده چې اسرائیلو جنګي‌ الوتکو تیره شپه په غزه کې په یوې ۱۳ پوړیزې ودانۍ برید وکړ چې په نتیجه کې ټوله ودانۍ ونړیده.

ددې برید نه وروسته حماس ډلې پر تل ابیب ۱۳۰ راکټي بریدونه وکړل. اسرائیلو ویلي‌ دي‌ چې د غزې لخوا راټوغول شوو ضد د ټانک توغندیو نه یو د غزې سره نږدې په یو پوځي‌ زغروال موټر لګیدلی دی. پدې برید کې ګن شمیر سرتیري‌ ټپیان شوي دي‌ چې د ۳ تنو روغتیايي حالت يي باریکه دی.

د غزې د کورنیو چارو د وزارت ویاند ویلي‌ دي‌ چې  اسرائیلو په غزه کې د پولیسو په مرکزونو او امنتیي‌ نقطو هم بریدونه کړي‌ دي. هغه ویلي‌ دي‌ چې تر ټولو زیات بریدونه په غزې او خان یونس ښارونه ترسره شوي‌ دي.

د غزې د روغتیا وزارت ویاند بیا ویلي‌ دي‌ چې اسرائیلي‌ ځواکونه په قصدي‌ ډول په هغه کورونو او سیمو چې ملکي‌ وګړي‌ پکې راټول شوي‌ وو بریدونه کوي.

پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې  د استوګڼځایونو سربیره لاړو او سړکانو او تجاري‌ مرکزونو ته هم ستر زیان اوښتی دی.

د بله پلوه د اسرائیل لومړي‌ وزیر نتنیاهو فلسطین په لا سترو بریدونو وګواښه. هغه وویل چې پر حماس او اسلامي‌ جهاد ډلو به ډیر ستر بدل پرې کړي.

په مسجدالاقصی کې یو ځل بیا پر لمونځ کوونکو برید وشو. اسرائیلي‌ پولیسو تیره شپه یو ځل بیا په مسجدالاقصی کې د تراویح د لمانځه نه وروسته پر فلسطیني ځواکونو بریدونه وکړل.



اړوند خبرونه