ولسمشر اردوغان د محمود عباسن او اسماعیل هانیه سره لیدنه وکړه
ولسمشر اردوغان د فلسطین د ولسمشر او د حماس په د ډلې د سیاسي دفتر مسئول هانیه سره خبرې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فلسطین د مشر محمود عباس او د حماس ډلې د سیاسي دفتر رئیس اسماعیل هانیه سره جلا جلا ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو ولسمشر اردوغان د فلسطین د مشر محمود عباس او حماس د ډلې د سیاسي دفتر د رئیس هانیه سره په ټيلیفوني خبرو کې د اسرائیل لخوا پر مسجدالاقصی او فلسطینیانو د بریدونو په اړه خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان په بیت المقدس کې د اسرائیل د بریدونو نه د ترهګرۍ په توګه یادونه وکړه او وویل چې دا بریدونو او ظلم یواځې د مسلمانانو نه بلکې د ټول بشریت وجدان ټپي کړی دی.
ولسمشر اردوغان پر مسجدالاقصی او فلسطییانو باندې بریدونه په ډیره کلکه توګه وغندل.
ولسمشر اردوغان وویل چې د اسرائیل ددې ترهګرۍ او اشغال د درولو په خاطر په سر کې اسلامي نړۍ او بیا ټوله نړۍ په حرکت د راوستو په خاطر ترکیه د خبل وس او توانه پورې هڅه وکړي.
ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه تل او په هر ډول شرایطو او حالات کې د فلسطین نه ملاتړ کوي او ملاتړ ته به دوام ورکړي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.