په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۸۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۵۱۹۱ مثبتې پيښې ثبت شوي‌‌ دي

1637017
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۸۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۸۳  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۴۳۰۲۹   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۹۷ زره او ۴۶۸  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۱۵۱۹۱ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۶۹۴ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

 د ناروغانو د ۳۰۸۱   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

·      د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۴۹ میلیونه   ۳۹۰  زره او ۱۴۱  ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د ځاني‌ تلفاتو او سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د   راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۲۴ میلیونه ۹۴۴ زره او ۷۳۰ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه