په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۸۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۸۰۵۲ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۸۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۲۷۴۶ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۲۸ زره او ۸۷۳ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۱۸۰۵۲ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۸۹۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ناروغانو د ۳۱۷۵ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۴۹ میلیونه ۱۹۲ زره او ۶۷۳ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د ځاني تلفاتو او سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۲۴ میلیونه ۸۹۷ زره او ۲۶۷ تنو ته رسیدلې ده .
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.