په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۰۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۲۳۸۸ تازه مثبتې پيښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۰۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۲۱۸۷ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۵۳ زره او ۳۸۲ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۲۲۳۸۸ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۷۲۹۸ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ناروغانو د ۳۳۷۸ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۴۸ میلیونه ۷۱۲ زره او ۶۰۶ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د ځاني تلفاتو او سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۲۴ میلیونه ۵۷۱ زره او ۲۶۸ تنو ته رسیدلې ده .