د ترکیې او مصر ترمنځه د اوږدې مودې وروسته د بهرنیو چارو مرستیالانو په کچه لیدنه کیږي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په مشرۍ هيت نن په قاهره کې د خپل مصري سیال سره لیدنه کوي
د ترکیې او مصر ترمنځه د سیاسي سلامشورو په چوکاټ کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سیدات اونال په مشرۍ یو هئیت نن قاهرې ته سفر کوي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلٍي دي چې د ترکیې او مصر ترمنځه د سیاسي سلامشورو په چوکاټ کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سیدات اونال په مشرۍ هئیت د مې په پنځمه نیټه مصر ته سفر کوي. بهرنیو چارو مرستیال بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ هئیت به د مصر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په مشرۍ هئیت سره په قاهره کې لیدنه وکړي.
پدې مشورتي لیدونو کې به د دواړو هیوادونو ترمنځه د دوه اړخیزو او سیمه ایزو اړیکو د نورمالولو اړوند د اوچتیدونکو ګامونو په اړه متمرکز وي.
د ویلو ده چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د اپریل په ۱۵ مه نیټه په یوې تلویزیوني خپرونه کې ویلي وو چې د ترکیې او مصر ترمنځه د ډیپلوماټیکو اړیکو د نورمالیدو په اړه تماسونه دوام لري. لومړی د دوړاو هیوادونو ترمنځه د استخباراتو په برخه کې تماسونه پيل شول او دا به د بهرنیو چارو وزارتو ترمنځه دوام لري.
هغه وویل چې پدې چوکاټ کې به د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یو هئیت مصر ته سفر وکړي.
د یادولو وړ ده چې د ترکیې او مصر ترمنځه ډیپلوماتیکي اړیکي د ۲۰۱۳ کال راهیسې خړې دي.
دواړه هیوادونه غواړي اړیکې نورمالې کړي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله