په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۴۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۵۹۸۰ مثتبې پیښې ثبت شوي‌ دي

1632523
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۴۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۴۰  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۴۰۸۴۴   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۴۰ زره او ۱۴۵  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۲۵۹۸۰ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۷۵۱۸۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

 د ناروغانو د ۳۵۳۲   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۴۷ میلیونه   ۷۴۴  زره او ۳۳۸  ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د ځاني‌ تلفاتو او سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د   راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۲۳ میلیونه ۷۹ زره او ۹۰۱ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه