په ترکیه کۍ د داعش ترهګرې ډلې یو ډیر مهم مشر ونیول شو.

د استانبول د ترهګر پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د داعش ترهګرې ډلې یو تن مهم مشر ونیو

1632338
په ترکیه کۍ د داعش ترهګرې ډلې یو ډیر مهم مشر ونیول شو.

په ترکیه کۍ د داعش ترهګرې ډلې یو ډیر مهم مشر ونیول شو.

د ترکیې د استانبول ښار د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیسو د ملي‌ استخباراتو سره په ګډه د داعش ترهګرې ډلې یو ډیر مهم مشر ونیو.

ویل کیږي‌ نوموړی ترهګر د ملي‌ استخباراتو لخوا  د داعش ترهګري‌  سازمان د غړیو تثبیت  د چارو په ترڅ کې تثبیت  او ونیول شو.

نیول شوی ترهګر د داعش ترهګري‌ سازمان د اجراییوي‌ شورا یو تن مهم غړی او په سوریه کې پوځي‌ څانګې مشر وو .

نوموړی کس د داعش ترهګري‌ سازمان د مشر ابوبکر البغدادي  تر ټولو د باور وړ  او د هغه د خوندي‌ او پټ ساتلو او یوې او بلې سیمې ته د پټ تګ راتګ مسئول وو.

ویل کیږي‌ پر البغدادي‌ د برید پر مهال هم دا ورسره وو خو پدې برید کې البغدادي‌ مړ او دا ژوندی پاتې شوی وو.

دا ترهګر د اپریل په ۲۸ مه نیټه د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې په استانبول کې ونیول شو.

دا ترهګر چې د جعلي‌ پاسپورت او اسنادو سره ترکیې ته او بیا استانبول ښار ته راغلی وو د ترکیې د ملي‌ استخباراتو لخوا تثبیت کړی شو.

د ترکیې ملي‌ استخباراتو ادارې چې نوموړی ترهګر ګام په ګام تعقیبو او د نیولو په خاطر ورته مناسب وخت لټو استانبول کې هله ونیو چې د تښتې ټولې لارې ورته وتړلې او لاس په لاس يي ونیو.

د ترکیې امنیتي‌ ځواکونو یو څه موده مخکې د داعش ترهګرې ډلې یو بل ډیر مهم مشر نیولی وو چې د هغه نه د ترلاسه شوو معلوماتو په رڼا کې ډیر زیات داعشي ترهګر ونیول.

دا نیول شوی ترهګر بهرنی وګړی دی . د هویت په اړه يي څه ندي‌ ویل شوي.



اړوند خبرونه