ولسمشر اردوغان د اروپا نه راغلو د ترکي‌ ټولنو د استازو سره ولیدل

په اروپا کې د میشتو ترکانو د مدني‌ ټولنو استازو د ولسمشر اردوغان سره لیدنه وکړه

1630631
ولسمشر اردوغان د اروپا نه راغلو د ترکي‌ ټولنو د استازو سره ولیدل

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په اروپا کې  د میشتو ترکانو د بعضو ملکي‌ او مدني‌ ټولنو د استازو سره لیدنه وکړه.

ولسمشر اردوغان د جرمني‌ نه د راغلو ۹ ملکي‌ او مدني‌ ټولنو د استازو سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لیدنه وکړه.

پدې لیدنه کې د ترکیې د بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو د چارو رئیس عبدالله ایرن هم ګډون کړی وو.

وروسته د عبدالله ایرن په مشرۍ د په اروپا کې د ترکانو د ملکي‌ او مدني‌ ټولنو استازو د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوب سره لیدنه وکړه.

شنتوب د نوموړو سره په لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې په اروپا او په ځانګړې توګه په جرمني‌ کې میشت ترکان په سیاست او اقتصادي برخو کې په فعاله توګه د ګډون او ونډې اخیستو په خاطر باید هغوې په ډیره ښه توګه منسجم  ، تشویق  هماهنګه کړی شي. هغوې ته باید په ډیره ښه توګه لارښونه وشي.

هغه په بهر کې میشت هر ترک وګړی د ترکیې استازی وباله او وویل چې ستاسې هر تن زمونږ استازی دی.



اړوند خبرونه