د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر جو بایدن سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

د ترکیې او امریکا ولسمشرانو ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

1627237
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر جو بایدن سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

 

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست ویلي‌ دي‌ چې ولسمشر اردوغان نن د ماښام په ساعتونو کې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر جو بایدن سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

همداشان دواړه مشران به د جون په میاشت کې د ناټو سازمان د عمومي‌ اجلاس په چوکات کې مخامخ لیدنه وکړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي‌ دي‌ چې ولسمشر اردوغان او بایدن پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې په  دوه اړخیزو اړیکو ، متقابلو ګټو پر بڼسټ ولاړو همکاریو، د همکاریو د کچې د لوړولو لپاره په ګډه د کار کولو پر اهمیت خبرې او تبادل د نظر وکړ.

ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکیې او امریکا ترمنځه د موجودو اړیکو د لا ودې او پرمختیا لپاره په امریکا کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د موجودیت او امریکا لخوا په سوریه کې د پ ک ک ترهګري‌ سازمان د پوځي‌ څانګو پ وای ډي‌ سره د مرستو په  څیر د مسئلو حل ځانګړی اهمیت لري.

دواړو مشرانو د جون په میاشت کې د ناټو سازمان د عمومي‌ اجلاس په چوکاټ کې د مخامخ لیدنې په اړه تفاهم وکړ.

د بله پلوه سپینې ماڼۍ هم د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې .

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو مسئلو په اړه خبرې کړي‌ دي. همداشان دواړو مشرانو د جون په میاشت کې د ناټو سازمان د عمومي‌ اجلاس په چوکاټ کې د مخامخ لیدنې په اړه تفاهم وکړ.



اړوند خبرونه