چاووش اوغلو: د خپل تاریخ په اړه د چا نه درس اخیستو ته اړتیا نلرو

چاووش اوغلو : ټولې هغه څرګندونې چې په بڼسټ يي پاپولیزم وي‌ په کلکه توګه ردوو

1627606
چاووش اوغلو: د خپل تاریخ په اړه د چا نه درس اخیستو ته اړتیا نلرو

 د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د امریکا د ولسمشر جو بایدن لخوا د ۱۹۱۵ کلونو د پیښې تش په نامه د نسل وژنې په توګه د یادونې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او وویل چې دا څرګندونې په  ټوله توګه ردوو.

چاووش اوغلو وویل هغه څرګندونې چې پکې د ۱۹۱۵ کلونو د پيښو نه تش په نامه د نسل وژنې په توګه یادونه شوې او  یواځنۍ تکیه يي پاپولیزم دی په کامله توګه ردوو.

چاووش اوغلو د امریکا د ولسمشر بایدن لخوا ۱۹۱۵ کلونو پيښو ته د نسل وژنې د کلمې کارولو په غبرګون کې وویل چې کلمې تاریخ او حقیقتونه بدلولی نشي.

د خپل تاریخ په اړه د چا نه درس اخیستو ته اړتیا نلرو.

هغه وویل ټولې هغه څرګندونې چې یواځنۍ تکیه او بڼسټ يي  پاپولیزم وي‌ په کلکه توګه ردوو.



اړوند خبرونه