د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اقلیم په نړۍواله سرمشریزه کې ګډون کوي.
د اقلیم نړۍواله سرمشریزه نن د امریکا د ولسمشر په کوربه توب جوړیږي
![د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اقلیم په نړۍواله سرمشریزه کې ګډون کوي.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/088e/2d06/4977/607adf59b220d.jpg?time=1718962783)
د اقلیم نړۍواله سرمشریزه د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر جو بایدن په کوربه توب نن په انلاین ډول جوړیږي.
د امریکا ولسمشر بایدن د مارچ په ۲۶ مه نیټه د ولسمشر اردوغان ، چین او روسیې د ولسمشرانو په ګډون د نړۍ ۴۰ هیوادونو مشرانو ته په غونډه کې د ګډون په خاطر بلنلیکونه استولي وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د اقلیم پدې نړۍواله سرمشریزه کې به په راتلوونکو لسو کلونو کې د کاربن د انتشار د کچې د راټیټولو، د اقلیم اړوند پر فعالیتونو او په ځانګړې توګه د استخدام په برخی او اقتصادي ګټو، له فاضله موادو نه له سره د استفادې په ټکنالوژیو او د نړۍوال چاپیر لپاره د فعالیت کوونکو د دولت د چوکاټ نه د بیروني اکټورانو پر معرفي تمرکز وکړي.
په بیان کې راغلي دي چې ددې سرمشریزې اصلي هدف د نړۍ هغه هیوادونه چې په ځانګړې توګه د نړۍوال کاربن ۸۰ سلنه انتشاروي ، ستر اقتصادونه او د انرژۍ د فورم غړي په کال کې د تودوخي درجه یو عشاریه پنځه سلنه سانتيګریډ راټیټولو هدف ته تشویقول دي.
پدې سرمشریزه کې د ولسمشر اردوغان سربیره د چین ولسمشر شي جینپینګ، روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او کاتولیکو مسیحیانو روحاني مشر پاپ فرانسیس په ګډون د ۴۰ هیوادونو مشران ګډون کوي.
دا سرمشریزه به د امریکا د ولسمشر جوبایدن او د هغه د مرستیالې کمالا هاریس په وینا پرانیستل شي.
ولسمشر اردوغان به هم د سرمشریزې لومړۍ ناستې ته وینا وکړي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718962783)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718962783)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله