په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۵۵۸۰۲ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۳۵۹۲۶ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۰۰ زره او ۱۲۴۳ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۵۵۸۰۲ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۳۸۵۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ناروغانو د ۳۲۷۵ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۴۳ میلیونه ۷۶۸ زره او ۷۵۹ ته لوړه شوې ده.
د ویلو ده چې په ترکیه کې د ډیرې اوږدې مودې وروسته دا لومړی ځل دی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د ځاني تلفاتو شمیره د ۳۰۰ تنو نه اوړي.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۱۹ میلیونه ۹۸۷ زره او ۹۸۸ تنو ته رسیدلې ده .
اړوند خبرونه
تورکیې وویل چې د اسرائیلو لخوا پر لبنان برید کول په ټوله سیمه کې د ګډوډۍ د هڅو لپاره یو نوی پړاو دی.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په لبنان باندې د اسرائیلو د بریدونو او تاوتریخوالی په اړه بیان خپور کړ.