په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۸۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۶۲۶۰۶ تنو کې د کرونا ویروس ناروغي تشخیص شوې ده
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۸۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۳۵۶۰۸ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۱۹ زره او ۳۱۶ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۶۲۶۰۶ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۲۱۸۴۰ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ناروغانو د ۳۲۴۰ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۴۳ میلیونه ۴۶۷ زره او ۵۱۶ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۱۹ میلیونه ۹۶۳ زره او ۶۸۴ تنو ته رسیدلې ده .