ترکیې بهرنیو چارو وزیر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
1619882
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې بهرنیو چارو وزیر د خپل امریکايي سیال بلینکن سره د افغانستان د سولې د مذاکراتو په مسئلې، د افغانستان د سولې په اړه د استانبول د سولې کنفرانس ، سوریې او منځني ختیځ د مسئلو په اړه خبرې کړي دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د خپل امریکايي سیال سره د ټيلیفوني خبرو په اړه وویل چې ډیرې ګټورې خبرې وې.
د ویلو ده چې د افغانستان د سولې په اړه د استانبول د کنفرانس په اړه ټولې تیاري ګانې نیول شوي دي.