د لیبیا د ملي‌ یووالي‌ د حکومت لومړی وزیر د کابینې د ۱۴ وزیرانو په ملګرتیا ترکیې نه لیدنه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لیبیا د ملي‌ یووالي‌ د حکومت لومړي‌ وزیر عبدالحمید الدبیبه سره چې د رسمي‌ سفر په ترڅ‌ ترکیې ته راغلی دی لیدنه وکړه

1619924
د لیبیا د ملي‌ یووالي‌ د حکومت لومړی وزیر د کابینې د ۱۴ وزیرانو په ملګرتیا ترکیې نه لیدنه وکړه

.

ولسمشر اردوغان د میلمه لومړي‌ وزیر نه د رسمي‌ مراسمو سره هر کلی وکړ.

ولسمشر اردوغان لومړی د لیبیا د لومړي‌ وزیر الدبیبه سره دوه په دوه لیدنه وکړه او وروسته يي په ګډه د دواړو هیوادونو د هیتانو په غونډه کې ګډون وکړ.

د دواړو هیوادونو د هیتانو ترمنځه د لیدنې نه وروسته د ترکیې او لیبیا ترمنځه ۵ جلا جلا تړونونه لاسلیک شول.

ولسمشر اردوغان وروسته د میلمه لومړي‌ وزیر سره په ګډه خبري‌ غونډه کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان خبري‌ غونډه کې په خپله وینا کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه به د لیبیا سره په هره برخه کې چې لازم وي‌ مرسته وکړي‌ او مرستو او ملاتړ ته به دوام ورکړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې په همدې چوکاټ کې به د لیبیا سره  ۱۵۰ زره ډوزه د کرونا ویروس واکسین مرسته وکړي‌ او دا واکسین به سبا د لیبیا هئیت ته وسپاري.

ولسمشر اردوغان خبري‌ غونډې ته وویل چې د ترکیې په توګه د لیبیا د ملي‌ یووالي‌ د حکومت د لومړي وزیر او ممتازې کابینې د وزیرانو د کوربه توب له امله ډیر خوښ یم. دوی ته یو ځل بیا ښه راغلاست وایم.

ددې په هیله چې دا سفر د دواړو هیوادونو لپاره د خیر او ښیګڼې وسیله وګرځي  . ولسمشر اردوغان وویل چې پدې وسیله ټول عالم اسلام ته د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو له امله د زره له کومې مبارکي‌ وایم.

ولسمشر اردوغان وویل چې د لیبیا نه د راغلي‌ هئیت سره مو په لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځه د همغږۍ او همکارۍ د کچې د لا لوړولو او پياوړې کولو خبرې وکړې او پدې اړه مو خپل دریځ تایید کړ.

د دوو ورورنو او دوست هیوادونو په توګه د سلګونو کلونو راهیسې د خپل بقاء او بیرغونو لپاره همکاري او په ګډه مبارزه کوو. د غازي‌ مصطفی کمال اتاترک ، جنرال انور خان او یو زیات شمیر نورو زړورنو او میړانه قهرمانو د سپیڅلې مبارزې او مجادلې په نتیجه کې دې ورځې ته رارسیدلي‌ یو.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه د لیبیا ختیځ – لویدیځ- شمال او جنوب ټولو خلکو ته په یوه سترګه ګوري. ټولو زمونږ لپاره د یو لاس ګوتې دي. د لیبیا د خلکو سره به هر ډول مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړو.

هغه وویل ترکیې پداسې یو حساس وخت کې چې په طرابلس بریدونو نهايي حد ته رسیدلي‌ وو ترکیې خپل ورونو مرستې ته ودنګل . ولسمشر اردوغان وویل چې په لیبیا کې د کودتاچي‌ ظلمونه یو یو په ډاګه کیږي. دسته جمعي‌ قبرونه . ویل کیږي‌ پدې قبرونه کې انسانان ژوندي‌ خښ کړی شوي‌ دي.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې د هغه برخې چې د کودتاچي‌ نه يي ملاتړ کولو هغوې هم پدې قتل عالمونو او ستر جنایت کې شریک دي.

په لیبیا کې د ترکیې په مرسته طرابلس د سقوط‌ نه وژغورل شو او بالاخره اوربند اعلان شو.

په لیبیا کې باید ټول ادارات او وسله وال ځواکونه سره یو ځای شي. د لیبیا د خلکو په ژوند کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په خاطر دولتي‌ ادارات لا پسې پياوړې شي.

همداشان د لیببیا لومړي‌ وزیر بیا  خبري‌ غونډې ته وویل چې ننۍ غونډه او لیدنې کتنې ډیرې ګټورې او اړینې وې. لیبیا غواړي‌ چې د ټولو ګاونډیو هیوادونو او دوست هیوادونو سره ډیرې شې اړیکې ولري‌ او په ځانګړې توګه د ترکیې سره . د ترکیې سره اړیکې ،زمونږ لپاره ځانګړی اهمیت لري. په غونډه کې مو د لیبیا د امنیت، مځکنۍ بشپړتیا، ملي‌ حاکمیت او یو زیات شمیر نورو مسئلو په اړه خبرې وکړې .

همداشان لیبیا به په هیواد کې د هر ډول ترهګرۍ  پر خلاف مبارزې ته دوام ورکړي.

همداشان د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف به هم لا په ګړندي‌ توګه ګامونه اوچت کړو.


پيوندونه: #لیدنه , #لیبیا , #ترکیه

اړوند خبرونه