په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۴۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو ۵۲۶۷۶ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی
– په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۴۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۳۳۷۰۲ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۰۲ زره او ۷۳۵ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۵۲۶۷۶ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۲۵۳۹ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ناروغانو د ۲۷۳۹ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۴۱ میلیونه ۲۹۷ زره او ۵۸۰ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۱۸ میلیونه ۴۸۱ زره او ۶۵۳ تنو ته رسیدلې ده .
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.