په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۰۶۷۸ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1619156
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳۷  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۳۳۹۳۹   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۹۴ زره او ۲۷۴  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۵۰۶۷۸ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۱۹۴ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

 د ناروغانو د ۲۸۲۴   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۴۱ میلیونه   ۵۹۱  زره او ۸۵۴  ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د   راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۱۸ میلیونه ۵۱۵ زره او ۸۸۸ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه