په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۵۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۵۵۷۹۱ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۵۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۳۳۴۵۴ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۰۵ زره او ۱۰۳ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۵۵۷۹۱ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۵۷۸۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ناروغانو د ۲۶۵۸ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۴۰ میلیونه ۹۹۴ زره او ۷۴۲ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۱۸ میلیونه ۴۲۸ زره او ۹۰۹ تنو ته رسیدلې ده .