اردوغان : ترکیه د کرونا ویروس پر خلاف مبارزې ته د یوې ملي‌ مسئلې په سترګه ګوري

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د کرونا ویروس پر خلاف مبارزې مسئلې ته  د سیاست نه لوړې د یوې ملي‌ مسئلې په سترګه ګورو.

1616509
اردوغان : ترکیه د کرونا ویروس پر خلاف مبارزې ته د یوې ملي‌ مسئلې په سترګه ګوري

 

د ترکیې ولسمشر او د عدالت او پراختیا ګوند مشر رجب طیب اردوغان د هیواد په ملي‌ شورا کې د خپل ګوند اونیزې غونډې ته وینا وکړه.

هغه وویل چې مونږ د  کرونا ویروس پر خلاف مبارزې مسئلې ته د سیاست نه لوړ د یوې ملي‌ مسئلې او د هیواد د ۸۴ میلیونو هیوادوالو د روغتیايي مسئلې په سترګه ګورو.

ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې زیاته کړه چې ترکیه نن ورځ د پراختیا او پیاوړتیا په اړه مبارزه کوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې مونږ د یو پلو نه د هیواد دننه او بهر د ترهګرو سازمانونو او کودتاچیانو پر خلاف په مبارزه  کوي‌ او د بله پلوه د هیواد د پراختیا ، پياوړتیا او اقتصادې ودې په خاطر مبارزه کوي.



اړوند خبرونه