د ترکیې د ملي دفاع وزیر او قوتونو قومندانانو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د تدابیرو نه لیدنه وکړه

د ترکیې دننه او بهر د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه دوام لري

1614020
د ترکیې د ملي دفاع وزیر او قوتونو قومندانانو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د تدابیرو نه لیدنه وکړه
akar ve komutan namaz daginda.jpg
akar ve komutanlar sirnak'ta.jpg

د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د قوتونو د قومندانانو په ملګرتیا په شرناق ولایت کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د  نیول شوو تدابیرو نه لیدنه وکړه.

د دفاع وزیر اکار سره پدې سفر کې لوی درستیز ستر جنرال یاشار ګولر، د پلو ځواکونو قومندان ستر جنرال امید دوندار، د سمندري ځواکونو قومندان امیرالبحر عدنان اوزبال او هوايي ځواکونو قومندان ستر جنرال حسن کوچوک اق یوز ملګرتیا کوله. ټولو شپه د شرناق ولایت د ۲۳ مې پلې فرقې په قومندانۍ کې تیره کړه.

همداشان دفاع وزیر او ورسره مل قومندانانو د جودي او ګابار د غرونو په منځ کې پروت د نماز غر په سیمه کې چې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې ځانګړی اهمیت لري د ژاندارم کوماندو غند نه لیدنه وکړه.

اکار د سهار په ساعتونو کې د هیواد دننه او بهر د ترهګرۍ پر وړاندې په  مبارزه بوختو ځواکونو د قومندانانو سره غونډه وکړه.


پيوندونه: #خلوصي اکار , #ترکیه

اړوند خبرونه