په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۴۰۸۰۶ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
![په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/5b1c/32b6/1174/606600be49064.jpg?time=1718898776)
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۳۱۷۱۳ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۴۳ زره او ۷۳۸ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۴۰۸۰۶ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۸۱۷ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي .
د ناروغانو د ۲۱۳۵ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۳۸میلیونه ۸۱۲ زره او ۷۹۵ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۱۶ میلیونه ۳۱۰ زره او ۱۹۱ تنو ته رسیدلې ده .
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718898777)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718898777)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله