په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۹۰۵۸ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۳۱۰۷۶ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۲۰ زره او ۱۰۹ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۲۹۰۵۸ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۸۹۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي .
د ناروغانو د ۱۹۶۸ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۳۷میلیونه ۸۷۷ زره او ۲۳۶ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۱۴ میلیونه ۷۱۵ زره او ۴۱۸ تنو ته لوړه شوې ده .
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.