په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۰۰۲۱ مثبتې پیښې ثبت شوي دي

1609731
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵۱  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۳۰۹۲۳   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۲۳ زره او ۲۱۴  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۳۰۰۲۱ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۸۹۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي .

 د ناروغانو د ۱۸۸۶   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۳۷میلیونه   ۶۵۷  زره او ۱۲۷  ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د   راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره   ۱۴ میلیونه ۶۵۲ زره او ۶۵۹ تنو ته لوړه شوې ده .



اړوند خبرونه