د امریکا ولسمشر بایدن ولسمشر اردوغان ته د چاپیریال په سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړه
د امریکا د ولسمشر په کوربه توب د چاپیریال نړۍواله سرمشریزه جوړیږي
![د امریکا ولسمشر بایدن ولسمشر اردوغان ته د چاپیریال په سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړه](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/b549/f77b/b850/605ebcd23eb86.jpg?time=1718963097)
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د اپریل په ۲۲ او ۲۳ مو نیټو په انلاین ډول جوړیدونکې د چاپیریال په نړۍواله سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړه.
د ویلو ده چې بایدن د ولسمشر اردوغان ترڅنګ د نړۍ ۴۰ هیوادونو مشرانو ته پدې سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
سپینې ماڼۍ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د اپریل په ۲۲ او ۲۳ مو نیټو د ولسمشر جو بایدن په کوربه توب جوړیدونکې د چاپیریال نړۍوالې سرمشریزې ته بایدن د نړۍ د ۴۰ هیوادونو مشرانو ته د ګډون بلنه ورکړې ده .
دا سرمشریزه به په ژوندۍ بڼه خپره شي. په بیان کې راغلي دي د چاپیریال او اقلیم مسئله د ولسمشر بایدن د چارو په لومړیتوبونو کې قرار لري . ولسمشر بایدن د ولسمشر په توګه د دندې د پيلولو په لومړۍ ورځ د پاریس اقلیم تړون ته چې دونلد ټرمپ ترینه جلا شوی وو بیرته ستون چې دا خبره پخپله ددې ژوندی مثال دی.
په بیان کې راغلي دي چې د مشرانو دا سرمشریزه به د نوامبر په میاشت کې جوړیدونکې د ملګروملتونو د اقلیم د بدلون د کنفرانس نه مخکې د اقلیم د بدلون پر خلاف د قوي مبارزې په برخه کې ډیر مهم رول ولوبوي.
په بیان کې راغلي دي چې ولسمشر بایدن دې سرمشریزه ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ، کاناډا لومړي وزیر جاستین ترودو، چین ولسمشر شي جین پینګ، روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون، انګلستان لومړي وزیر بوریس جانس او اروپايي ټولنې د شورا رئیس چارلیس میشل په ګډون د نړۍ د ۴۰ هیوادونو مشرانو د ګډون بلنه ورکړې ده .
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718963098)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718963098)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله