ولسمشر اردوغان د چین د بهرنیو چارو وزیر حضور ته قبول کړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي حضور ته قبول کړ.

1608518
ولسمشر اردوغان د چین د بهرنیو چارو وزیر حضور ته قبول کړ

 

د چین د بهرنیو چارو وزیر شپږو هیوادونو ته د خپل سفر په چوکاټ کې انقرې ته راغی.

وانګ يي نن د ولسمشر اردوغان لخوا د بیش تپې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې حضور ته ومنل شو.

د ویلو ده چې وانګ يي د ولسمشر اردوغان سره د لیدنې نه مخکې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره لیدنه کړې وه.

پدې لیدونو کې د دوه اړخیزو اړیکو سربیره په سیمه ایزو او نړۍوالو تازه مسئلو او پرمختګونو خبرې او تبادل د نظر وشو.



اړوند خبرونه