مولود چاووش اوغلو د امریکا بهرنیو چارو وزیر سره لیده وکړه
د ترکیې او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه وکړه
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین سره لیدنه وکړه.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر چې د ناټو سازمان په غونډه کې د ګډون په موخه بروکسل ته سفر کړی هلته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلنکین سره لیدنه وکړه.
د ویلو ده چې چاووش اوغلو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلنیکن سره د لومړي ځل لپاره مخامخ لیدنه وکړه.
د ویلو ده چې چاووش اوغلو ددینه مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلنکین سره ټیلیفوني خبرې کړې وې.
دواړو وزیرانو د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د سیمه ایزو مسئلو، ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې، اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستم، سوریې او ختیځې مدیترانې په مسئلو خبرې او تبادل د نظر وکړ.
د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د چاووش اوغلو سره د لیدنې نه مخکې د ناټو سرمنشي سره په ګډه ناسته کې ویلي وو چې ترکیه د امریکا یو ډیر مهم متفق او متحد هیواد او د ناټو سازمان ډیر مهم غړی دی. د ترکیې سره اړیکې د امریکا لپاره ځانګړی اهمیت لري. همداشان د ترکیې لپاره هم . هغه ویلي وو چې دا حقیقت دی چې د ترکیې سره په ځینو مسئلو کې اختلاف د نظر لرو خو اړیکې مو هم ډیرې ژورې دي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله