په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۲۲۱۶ مثبتې پيښې ثبت شوي دي

1606328
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۱۷  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۳۰۱۷۸   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۰۱ زره او ۲۱۵  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۲۲۲۱۶ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۴۹۴ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي .

 د ناروغانو د ۱۶۴۴   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۳۶میلیونه   ۵۵۶  زره او ۵۸۹  ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د   راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

د ویلو ده چې په ترکیه کې د اوږدې مودې وروسته د لومړي ځل لپاره په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ځاني تلفاتو شمیره د ۱۱۰ تنو نه او د مثبتو پيښو شمیره د ۲۲ زرو نه واوښته.

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره د  ۱۳ میلیونو او ۴۸۹  زره او ۵۱۸ تنو ته لوړه شوې ده.



اړوند خبرونه