په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۰۲تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۰۴۲۸ مثبتې پيښې ثبت شوي دي

1605714
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۰۲تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۰۲  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۳۰۰۶۱   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۸۹ زره او ۹۰۶  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۲۰۴۲۸ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

د ویلو ده چې په ترکیه کې د اوږدې وروسته د لومړي ځل لپاره په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د خاني تلفاتو شمیره د ۱۰۰ تنو نه واوښته.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۶۱۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي .

 د ناروغانو د ۱۵۶۸   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۳۶میلیونه   ۳۵۵  زره او ۳۷۴  ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د   راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره د  ۱۳ میلیونو او ۱۳۳  زره او ۷۰ تنو ته لوړه شوې ده.



اړوند خبرونه