د ترکیې بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
چاووش اوغلو او اتمر ټیلیفوني خبرې وکړې
1605665
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو تیره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
پدې ټیلیفوني خبرو کې د ترکیې په کوربه توب ترسره کیدونکې د سولې د مذاکراتو په بهیر او غونډې ، دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر مهمو مسئلو خبرې وشوې.
همداشان چاووش اوغلو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ته د نوي کال او نوروز مبارکي ورکړه .