ایران د بهرنیو چارو وزیر ترکیې ته راغلی دی

د ترکیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په استانبول کې لیدنه وکړه

1604471
ایران د بهرنیو چارو وزیر ترکیې ته راغلی دی

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په استانبول کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سره لیدنه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې چاووش اوغلو د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی دی د استانبول د دولمه باغچې په ماڼۍ کې لیدنه وکړه.

پدې لیدنه کې د ترکیې د ملي استخباراتو رئیس حاکان فیدان هم ګډون درلود.

پدې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د سیمې او نړۍ په مهمو پرمختګونو او مسئلو  خبرې وشوې.



اړوند خبرونه